دا زموږ زيبا وطن      دا زموږ ليلا وطن      دا وطن مو ځان دی     دا افغانستان دی

        

 
روژه ،د عبادت او اطاعت مياشت ده. د خدای د آزميښت دغه مبارکه مياشت دې پر ټولو مسلمانانو مبارک وي.

نويد روز

 


 

  

 

                    

  خبرونه  او راپورونه          خبرها و گزارشها

 

سه شنبه د ١٣٨٦ لمريز کال د تلی 17 

طالبانو د ولسوال او امنيه قوماندان د وژلو دعوه وكړه

 طالب وياند ذبيح الله مجاهد خبرى رسنيو ته ویلی  دى چې تيره  شپه  لس  بجې  د بغلان  ولايت  د نهرين  ولسوالۍ ولسوال او امنيه قوماندان هغه  مهال ووژل شول ، چې نوموړی ولسوال د ولسوالۍ د قوماندان  په ګډون  ددې  ولسوالۍ مرکز ته  نژدې په يوه کور کې ميلمانه وه او تر ميلمستيا وروسته د کوربه د کوره د وتلو په حال کې ول ، چې د طالبانو تربريد لاندې راغلل

 .نوموړى زياته کړه چې په بريد کې ولسوال او امنيه  قوماندان  د خپلو دوو  تنو ساتونکو سره يو  ځاي ووژل  شول، د ولسوال او امنيه  قوماندان د وژلو وروسته  طالبان  په خوندي توګه له سيمې ووتل او خپلو مرکزونو ته ستانه شول

 مجاهد زياته کړه چې د ، چې شل  ورځي مخکې هم د دې ولايت د مرکزي بغلان امنيه  قوماندان سيد  نور الله اغا سره  د خپل کشر ورور موسی اغا په ګډون د طالبانو له خوا د يوه ماين په چاودنه کې ووژل شول .

 

په كابل كې ۱۵تنه اعدام شويدي


كابل: د كابل په څرخي پله زندان كې د جنايي جرمونو په تور ۱۵تنه اعدام شويدي
د باوري سرچينو په وينا، دغه كسان پرون ماښام تر روژه ماتي وروسته د ټوپك په مرده كيو ووژل شول. په دغو كسانو كې د ايټاليايۍ وګړې كليمنټينا تښتوونكى، په څو وژنو تورن فرهاد ننګرهارى، د ۴۰ كسانو په وژنه تورنه ښځه او د هغې مرسته كوونكي او نور جنايي مجرمان شامل دي. دغه كسان د هغه كميسيون تر څيړنو وروسته اعدام شوي، چې د ولسمشر حامد كرزي په لارښوونه ددغو كسانو د دوسيو د بشپړې څيړنې لپاره ټاكل شوى و. بنديان د ولسمشر د ځانګړو لاسليك شويو فرمانونو له مخې اعدام شويدي. سرچينه وايي، ټولټال ۱۷۶ داسې كسان دي، چې په جنايي جرمونو تورن دي او په نوبت سره به اعداميږي.
په غزني كې د طالبانو يو تن قوماندان بېنوا ته وويل، چې په اعدام شويو كسانو كې ددوى ملګري هم دي، خو دا لا روښانه نه ده، چې پر جنايي مجرمانو سربېره سياسي هغه هم اعدام شوي او كه نه

د اعدام شويو كسانو نومونه په دې ډول دي:

عبدالوكيل د لغمان ولايت اوسيدونكى ، ګل محمد د نورستان ولايت اوسيدونكى، محمد حسين د فراه ولايت اوسيدونكى ،احمد شاه د كندهار ولايت اوسيدونكى، محمد اقبال د لوګر ولايت اوسيدونكى ،رضا خان د سروبي اوسيدونكى ،رحمت الله د ننګرهار ولايت اوسيدونكى ،عنايت الله د خوست ولايت اوسيدونكى ،مامور منګل د خوست ولايت اوسيدونكى ،سميع الله د كونړ ولايت اوسيدونكى ، ميرويس د ننګرهار ولايت اوسيدونكى ،فرهاد د ننګرهار ولايت اوسيدونكى  او  زړور، شاد محمد او امير محمد د دكابل ولايت اوسيدونكي .

هلمند : دناټو پر ځواكونو ځانمرګي بريد شوى

دهلمند په مركې لښكرګاه كې دناټو پرځواكونو ځانمرګي بريدشوي. دچارواكيو په وينا پېښه نن سهار مهال ددغه ولايت دپوهنې رياست مخې ته رامنځته شوې،دچارواكيو په وينا په بريدكې دناټو ځواكونو ته هيڅ زيان نه دي اوښتى خو له سيمې نه په وركړل شويو رپوټوكې ويل شوي چې له بريد وروسته دناټو له موټرو لمبې پورته كېدې.

 

جګړه نه کول هم لوی زړه غواړي

نن د امريکا دنيويارک په زړه منهاټن او ټايم سکوېر کي د امريکا د لښکرو د ګومارني د مرکز مخ ته په سلګونو کسانو د امريکا د لښکر د هغه افسر په ملاتړمظاهره وکړه چي په افغانستا او عراق کي يې د جګړې څخه نه يوازي نټه کړې بلکي دغه جګړه او د امريکا اوسنی واکمن جارج بوش او دده ملګري يې په ټينګه غندلې دي.
د امريکا د لښکرو دغه افسر چي واتادا نوميږي او په خټه اسيايي دی شخصاَ يې په عراق او افغانستان کي روانه جګړه ناروا جګړه بللې ده. دی دميلادي نېټې سره برابر سبا د امريکا نظامي محکمې ته غوښتل سوی دی.
دښاغلي واتادا وکيلانو ويلي دي چي واتادا د دغه کال دجولای په مياشت کي په دې جرم محکمې ته غوښتل سوی و، نو په دې حساب د امريکا لښکر دښاغلي واتادا دويم وار محکمې ته بلل دده د وکيلانو په قول د امريکا د اساسي قوانينو څخه دده  پر حق دپښې اېښوولو په مانا تعبيروي.
دامريکا د  لښکرود دغه فسر واتادا د امريکا د په اصطلاح  ملي اوردو سره تړون  په ميلادي کال ۲۰۰۶ کي د ډيسامبر په مياشت کي پای ته ورسېد خو تر اوسه پوري د ته دا اجازه نه ده ورکړل سوې چي خپله دنده رسماَ پرېږدي.
د واتادا واکيلان پر دې خبره ټينګ دي چي ژر تر ژره دي د اوردو څخه وايستل سي. دوی وايي که چيري د ده دويم وار محکمه پيل کيږي نو پر ده به شپږ کاله قيد راووزي  او د امريکا د لښکرو څخه به هم دبدنوم په لقب وايستل سي.
مظاهرچيانو د ډيموکراټانو څخه وغوښتل چي دغه  غيري قانوني محکمه دي ژر تر ژره ودرول سي او واتادا دي بېله کوم توپېره د امريکا د لښکر څخه وايستل سي.
ياده دي وي چي په امريکا کي کابو دوه ويشت زره ۲۲۰۰۰ افسران او په کاناډا کي تر شپږو زرو افسرانو هم زيات عسکر په افغانستان او عراق کي  دجګړې څخه ډډه کړې او د مسلمانانو په وړاندي د اوسنيو جګړو غندنه  کړې ده. ويل کيږي چي دوی به هم اعتصاب ژر پيل کړي.   

په خوست کې چاودني يو تن ټپي کړ

په خوست ولايت کې د يوې زورورې چاودنې له امله يوازې يو تن ټپي شو.
نوموړې چاودن نن غرمه دولس نيمې بجې د خوست ښار په جنوب ختيز د سبزې منډۍ په سيمه کې وشوه.
د پيښې يو تن عيني شاهد وويل چې د چاودنې له امله دوه تنه ټپيان شول او سم د لاسه د پوليسو لخوا روغتون ته وليږدول شول.
د چاودنې په سيمه کې د امنيې قوماندانۍ د سمت امر سخي مير وويل چې دغه چاودنه په يوه موټر سايکل کې د ځاى پرځاى شويو چاوديدونکو تو کې د چاودنې له امله رامنځ ته شوي خو ده وويل چې په چاودنه کې يوازې يوتن ټپي شوى دى.
ده ددې چاودنې پړه دسولې پر دښمنانو ورواچول.
نوموړې چاودنه په داسې حال کې رامنځته کيږي چې  کوچني اختر ته په ګوتو شمار څو ورځې پاتې دي او په ښار کې ګڼه ګوڼه په بې ساري ډول زياته شوي، نيږدې ده اونۍ وړاندې همدې سيمې ته نيږدې ديوه ډاکټر په موټر پسې چاودنه شوې وه چې له امله يې پخپله ډاکټر ټپي شوى و.

ناټو:افغانستان کی زیاد قوت لرو

پافغانستان کښې دناټو پوځ اعلى افسر افسر پيول مکو ویلی  دى چې طالبان ک ه  هر څو داتحادى پوځيانو په ضد منظم کيږى خو مونږ ددوى دمقابلې پوره توان لرو، اتحادى پوځ افغانستان کښې دبياودانۍ منصوبو ته خصوصى پاملرنه کوى. ددې خيالاتوڅرګندونه د ه  ميډيا سره کړې ده. د ه  ووئيل چې افغانستان کښې دناټو پوځ دطالبانو لخوا دسخت مزاحمت سره مخ دی. خو امريکا او  اتحادى پوځ طالبانو ته دشکست پوره پوره توان لرى، اتحادى پوځ دطالبانو دقيادت يو شمير مواصلاتى لارې ختمې کړى دى. اتحادى پوځ به دطالبانو په ضد کارروايۍ يخنۍ کښې هم جارى ساتى. روانه هفته کښې ديو لوئې اپريشن اراده لرو، د ه  ووئيل چې دطالبانو لخوا په کابل رابطه سړک دقبضې کولو څخه وروستو اتحادى پوځ ددې تحفظ دپاره ګامونه پورته کوى. او  ټول افغانستان کښې دسړکونو جوړولو منصوبو ته پاملرنه کولی شى.

شمالي وزيرستان كښې 50 پاكستاني عسكر ورك شول

شمالي وزيرستان كښې  دطالبانو او پاكستاني عسكرو ترمينځ دجګړې نه پس 50 پاكستاني عسكر  ورك شوي دي .

دپاكستان دپوځ دوياندله مخې طالبانو نن سهار دميرعلى سيمې په حسو خيل او شهباز خيل سيمو كښې  په پاكستاني پوستو حملې وكړې چې له دې څخه وروسته دطالبانو او پاكستاني عسكرو ترمنځه سخته جګړه ونښته چې دجګړې نه پس  طالبانو دپاكستاني عسكر په كاروان بريد وكړ چې له امله ئې  زيات  عسكر ورك شول . چې  ګمان  كيږې چې ژوندى به ئې تښتولي وي .داعسكر  په داسې حال  وركيږى چې دطالبانوسره  270 پاكستاني عسكر يرغمل دي .

د دفاع وزرات امنيت د ښه  کيدو دپاره افغانستان کښې بايد د ملى اردو او نړيوالو سرتيرو شميرزيات کړی شى،

کابل( وحدت خبر)ددفاع وزير عبدالرحيم وردګ په لنډ خبرو کښې خبريالانو ته دنا امنيو د زياتېدو لامل د وسله والو مخالفينو دملاتړو زياتېدل اووسله والو ته د نويو وسلو رسېدل وبلل .دافغانستان ددفاع او کورنيو چارو وزيرانو او دملى امنيت مشر په دغه هېواد کښې دناامنيو دزياتېدو لا مل وسله والو مخالفينو ته دنويو وسلو او ډېرو مرستو رسېدل وبلل .دوى د کوم هېواد د نوم د ښولو پرته وويل چې وسله والو سره ئې ملاتړ زيات شوی دی .دغه درې لوړ پوړى امنيتى چارواکى اولسى جرګې ته ور بلل شوى و چې په افغانستان کښې دامنيتى حالاتو په اړه د جرګې غړو ته معلومات ورکړى .ددفاع وزير عبدالرحيم وردګ وويل چې د امنيت د ښه کېدو لپاره باېد دملى اردو او نړيوالو سر تيرو شميره زياته شى .د ٣ سا عتونو لپاره د تړلو دروازو شاته لوړ پوړو امنيتى چارواکو او د اولسى جرګې غړودافغانستان په امنيتى وضيعت او په دغه برخه کښې په پرتو ننګونو خبرې وکړې.ددفاع او کورنيو چارو وزيران او دملى امنيت د ادارې مشر اولسى جرګې ته دهمدې لپاره وربلل شوى و چې دمخ پر زياتېدونکو امنيتى انديښنو په اړه معلومات ورکړى .((د ښمن د لومړيو وختونو په پرتله زيات ملاتړى پيدا کړيدى . په تمويل کښې ئې زياتوالى راغلى .يو شميرهېوادونه چې نه غواړم دلته ئې نوم واخلم دهغوى څخه ملاتړ پيل کړى .مالى ملاتړ ئې هم زيات شوى . تر پخوا زيات سمبال شوى او نوى پر مختللى وسلې ئې ورکړيدى .همدارنګه د وسله والو مخالفينو په ليکو کښې د بهرنيو جنګياليو شميره هم زياته شويده ))ددفاع وزير ددغو ننګونو سره دمقابلې لپاره د افغان او نړيوالو سرتيرو د زياتېدو غوښتنه وکړه اوپه ډاګه ئې کړه چې امنيتى ادارې بايد لا پياوړې او د ملى اردو او بهرنيو سر تېرو ترمنځ ئې په لانورې همغږى ټينګار وکړو

 

په کونړ کي د ځمکي په سره جګړې نور زور اخستی

دکونړ ولایت دخاص کونړدوالسوالۍ په مربوطاتوکي دشالۍ په ډاگ باندی دشالۍ اویخی چینی د اوسیدونکوترمنځ دتاوتریخوالي په نتیجه کي درې نفر زخمي شوي دي نوموړې جګړه چی له 7 ورځو راهیسی روانه ده تراوسه حکومت کوم اقدم ددغه جنگ په بندولو کی ندی کړی .اوجنگ ورځ پر ورځ تودیږی. .

 

دبېنظير بوټوله راتګ سره سم به دځانمرګوبريدونولړۍ ...

د بېنظير بوټو له راتګ سره سم به د ځانمرګو بريدونو لړۍ پيل شي

د طالبانو يو تن قوماندان بيت المحسود د پيپلز ګوند مشرې بېنظير بوټو ته د ځانمرګو بريدونو ګواښ ورکړی او ويلي يې دي چې زموږ ګوند د بېنظيرې د راتګ په انتظار دی چې د دې هرکلی به په ځانمرګو بريدونو وکړي او د بريدونو لړۍ به دوام پيدا کړي.
دغه خبره د بيت المحسود يو نږدې ملګري صالح شاه په يوه ځانګړې مرکه کې وکړه او هغه زياته کړه چې موږ نه غواړو پروېز مشرف او بېنظير بوټو په حکومتي چارو کې خپلې منګولې ټينګې کړې او موږ په هېڅ صورت دوی دواړه په حکومتي چارو کې يو ځای نه غواړو ځکه دوی دواړه د امريکايي مفادو لپاره کار کوي.
دوی هغه وخت زموږ د منلو وړ دي څه وخت چې دوی د پاکستان د مفادو لپاره تيار او دا ومني چې تر دې وروسته موږ د پاکستان لپاره کار کوو.
ښاغلي صالح شاه زياته کړه چې د بيت المحسود سره تر پينځه دېرش زيات روزل شوي ځانمرګي بريد کوونکي موجود دي په داسې حال کې چې هغوی ته د ځانمرګي بريد اجازه هم شته.
د يادونې وړ ده چې  محسود څو ورځې وړاندې يو شمېر پاکستاني سرتېري هم ووژل

د صدارتى انتخاب په ضد د پيښور بارلخوا د تورې ورځې اعلان

پيښور(ثناء نيوز) پيښور هائى کورټ بارايسوسى ايشن اوډسټرکټ بارايسوسى  ايشن پيښور نن پ ه  شپږم اکتوبر دصدارتى انتخاباتو خلاف احتجاجى پروګرام ته حتمى شکل ورکړو. اودسرحد اسمبلۍ بهر داحتجاج کولو اعلان ئې کړيدی. دپاکستان بارکونسل دنيشنل لائرزايکشن کميټۍ پ ه  وينا نن د ملک دنورو برخو په شان  پيښور کښې هم توره  ورځ کولی شى. دې دوران به وکيلان دعدالتونو بائيکاټ کوى. ايکشن کميټۍ نن ټول ملک کښې د صدر مشرف خلاف د مظاهرې کولو وينا کړېده. پيښور کښې داحتجاج پحقله فيصله تيره ورځ دعبداللطيف افريدى صدارت کښې کيدونکى غونډه کښې شوې ده.ددې فيصلې ترمخه به احتجاجى جلوس پيښور هائى کورټ نه دسرحد اسمبلۍ مين ګيټ پورې ځى. ددې هم فيصله شوې ده. چې دسرحد اسمبلۍ ارکان به  ووټ پول کيدو ته ن ه  پريږدو.

 

دچورلكې دغورڅېدوپه پيښه كې دمشرف وياندټپي شوى

دپاکستان تر ولکې د لاندې کشمير د جهلم په ناوه کې د پاکستاني پوځ يوه پوځي چورلکه  راغورزېدلې چې  پکې څلور تنه مړه او څلور نور ټپيان شوي دي .

په ټپيانو کې د اولسمشر جنرال مشرف شخصي وياندراشدقريشي هم شامل دی .

د پاکستاني پوځ وياندوحيدارشد دپيښې پخلی کړی اوويلي يې دي چې چورلكه په يوه اړين پرواز روانه وه چې دپيښې ښكار شوه.

هغه زياته کړېده چې په پېښه کې  څلور تنه مړه او څلور نور ټپيان شوي دي خو د چورلکې پيلوټ روغ رمټ پاته شوی دی .

 


 

داکتوبر سترنړيوال انقلاب فقط ۵۸ سانتي متره لوي او ۸۳ کيلودروند وو

پوهنمل حاجي محمد نوزادي

                 پوره نيمه پيړۍ وړاندي د۱۹۵۷ کال داکتوبر په  ۴ نيټه هغه انقلاب پيل شوچي د نړۍپه هرګوټ کې  يې ترهره کوره  ځان ورساوه  اوهرڅه يې پربل مخ واړول  . پدغه ورځ پخوانې شوروي اتحاد د )سپوتنيک ( پنامه دلمړې ځل لپاره دنړۍ لمړنۍ سټلايټ ) مصنوعي سپوږمکۍ ( دداسمان په لورد ځمکي مدارته وليږل  . نوموړي سپوږمکۍ وه چې دنړيوالي تکنالوژي په چټک پرمخ بيولو کې يې يوستر انقلاب راوست  يواځې دري اتيا کيلو وزن يې درلود  .
                پدي اړه او ددغه انقلاب دپنځوسم تلين په وياړ دټولې  نړۍ پشان دنمارکي ډله ايزو رسنيو هم خورازياتې تبصري اوهراړخيزي ليکنې ترسره کړي چې دغټو ټکيو پر بنسټ يې دادي دخپلو ليکنومينه والو ته لاندي کرښي ډالې کوم   :
               ددغه سپوتنيک طراحانو دهغه وخت دواکمنو نظرياتو سره سم  دامريکا اونورو ټولو احتمالي نابرابريو اوغير عادلانه سيسټمونو پر ضد دمبارزې پياوړتيا په پام کې نيولې وه  . په هر حال  ،  دنوموړۍ سپوتنيک ديزاين ، جوړول او دځمکي مدارته رسول داټولي هغه چاري دي چې  داکتوبر
۴ نيټه  يې  دټولې نړۍ دپاره دڅرخيدو ټکۍ وټاکه  . لدي نيټې نه وړاندي په زاړه جهان کې هرڅه اشنا برښيدل  ،  خو وروسته  بيا بل جهان منځته راغې چې هلته هرڅه دامکان وړ و ګرځيدل  ، په هرڅه کې سرحدونه په پاکيدواو ټول چوکاټونه په ماتيدوشوه   . همدغه نيټه وه  چې شوروي څيړونکو دلمړې ځل دپاره له اسمانه پيغام تر لاسه کړ   .
                      دوی پدغه ورځ په اسمان کې دملايکو سندري نه ارويدي   . دا اواز که څه هم يواځې يو  ) بيپ ، بيپ ، بيپ  ( وو ، خو دسپوتنيک دجوړونکو ترغوږونو دملايکوترسندور هم ډير په زړه پوري رسيدي  ، داځکه چې داهغه الهام بخښونکي سيګنالونه وه چې دځمکي پرمخ انسانانو دلمړي وار دپاره دځمکي له مداره ترلاسه کړل   . همدغه الهام ووچي انسانانوته يې دهوسا او سوکاله راتلونکي زيرۍ رارساوه  .
                  پر فضا باندي لاسبرۍ او باداري    :
                  داهغه پروژه وه چې غرب ورپکښي دلمړنۍ سپوتنيک په وجود کې دشوروي اتحاددتخنيکي پرمختګ ټنګښت او اعتبار وليد  ، اوهغه سيګنال يې وارويد چې شوروي به فضايي باداري ترلاسه کوي   . مګر دنيکه مرغه داباداري يواځې دشوروي اتحاد برخه پاته نشوه  ، بلکه ددي پروژي لاسته راوړنو دتکنالوژۍ هغه نړوال انقلاب پرمخ وشاړه چې همدا اوس يې دنړۍ په هرکنج کې هر انسان تري ګټه پورته کوي    .

                   دامريکا غوږونه بايد په يوه  لوي بمب تأو شي   :
                سيرګي کروليوف ددغه
۵۸ سانتي متره په لوي والې او۸۳ کيلوګرامه په دروندوالي يوه الونيمي کروي جسم  )سپوتنيک ـ سټلايټ ž سپوږمکۍ (،  دجوړونکې ګروپ مشر وو اوپدي توګه دنړۍ دلمړنې ستلايت طراح  وبلل شو    .   ده دعلمي څيړونکود يوه ګروپ   ملګرتيا  دځانه سره درلوده خو دمخالفانو تعداد يې خورا زيات وو چې هرڅه يې په اختيارکي وه   . دغه دعلمي څيړنو  ګروپ دنده درلوده چې داردو دضرورت سره سم عادي راکټونه جوړ کړي  نه فضايي مهمات   .  دسپوتنيک دجوړولو څخه هم اصلي هدف ديوي درندي تعرضي وسلي ترلاسه کول وه ، نه ديوه وړوکي ستلايت په لور قدم اخيستل   . څيړونکي ګروپ ته دنده سپارل شويوه چې يو داسې زورور راکټ طرح او جوړ کړي  ، کوم چې به و کولاي شي د امريکا هرګوټ ته ځان ورسوي او هلته ټاکلې هدف په يوه هايډروجني بمب سره له پښو وغورځوي  .  پدي موخه د  ( R-7)  پنامه نوموړۍ راکټ جوړ شو   . داراکټ دومره زورور  وو چې سيرګي کروليوف  دده په وجود کې يوبل مهم امکان هم وليد اوهغه داچي  ده ته دانظر پيداشو ترڅو دجوړشوي راکټ د قوت څخه دځمکي مدارته ديوه جسم په ليږلو کې کار واخلې   . او داهغه کار وو چې تر اوسه يې لا په هکله په نړۍ کې هيچا فکر هم نه  ووکړي     .
                 دليونتوب نه ډکه   فانتازي   :
                 دڅيړونکي ګروپ يو غړي يادوونه کوي چې دکرملين چارواکو ددي خبري په ا رويدو سره کروليوف ته زرغون څراغ ولګاوه ترڅو دفضا په لور چټک ګامونه واخلې 
ž مګرداهغه څراغ وو چې هيچا هم ورته په جدي سترګه ونه کتل   ، د اردو مشرانو نوموړې جوړ شوي راکټ دځان دپاره وساته او پري يې نښود چې دکروليوف دپلان سره سم تري کارواخيستل شي    . دراکت انجينر او وروسته بيا فضانوردګيورګي ګريچکو  چې دسپوتنيک دګروپ يوغړۍ  وو ، وايي   : داردو مشرانو  دکرليوف لخوا په نظر کې نيول شوي  سپوتنيک   ته ديوي بازيچي په توګه کتل  اود ائي دکروليوف ليونتوب او يوه د واقعيت نه ليري فانتازي ګڼل     . مګر کروليوف دومره وخت ندرلود چې دنوموړومذبذبو کسانو او مخالفانو و اوتو بوتو ته  غوږ ونيسي   . ده پرخپله پروژه باندي په ساړه ټټر اوپوره جديت سره کارکاوه   .  داسې بريښيدل چې پدغه وخت کې امريکا  هم د يوه ورته فضايي ستلايت جوړولو پروګرام تر لاس لاندي نيولې وو   .
                  دبي عدالتيو پرضد دمبارزي چټکتيا  :
                  وخت دومره زيات نه وو چې بيځايه وکارول شي  ، دشوروي څيړونکو په لږ غفلت سره ممکن امريکا وار دمخه کړي اودفضا مخکښان ګرځيدلې واي   . کروليوف خپل  ټول توان په کاراچولې ووترڅو ديو عادي سټلايت په جوړولو لاسبرۍ شي   . ده پردغه ستلايت باندي د   )
PS-1 پروستيشي سپوتنيک  يا ترټولو ساده ستلايت ( نوم کښيښود   . دګروپ غړوتر وسه وسه هڅه کول ترڅو پدغه سپوتنيک کې ټولي موجودي علمي ـ تخنيکي برياوي  وکاروي  ، خوداچي وخت ډير کم وو نو کروليو ف ځان مجبورګاڼه دډيرو نوو وړانديزونو دارويدلو او څيړلو څخه تيرشي اودستلايت په جوړولو کې دبيړي څخه کارواخلي   . پدي هکله باريس چرتوک چې دګروپ يوله ځوانو انجينراانو څخه  وو  ، وايي   : که چيري کروليوف زموږ وړانديزونوته غوږنيولې واي ، وخت يې دلاسه ورکاوه اوحتما به امريکايانو د ستلايت عصر پيل کړي او شوروي به وروسته   پاته واي   .
                  داخيرني ازمايلوچاري شاته غورځول   :
                حالات خورا متشنج وه  ، دډيروهلو ځلو وروسته اخر سپوتنيک جوړ شو او هواته دهغه دخوشي کولو نه څو ورځي وړاندي کروليوف ډير تشويش کاوه چې خداي مکړه بر خپل وخت به اماده نشي   . ددي کار دپاره داکتوبر
۶ نيټه په نظر کې نيول شوي وه   . ناڅاپه کروليوف ته د اشک پيداشو چې امريکا به خپل ستلايت داکتوبر په ۵ پنځمه نيټه خوشي کړي  . همدا سبب وو چې  ده يو دنه منلو وړجرئت وکړ او تصميم يې ونيوترڅو داخيرني ازمايلو څخه صرف نظر وکړي ، داکتوبر په ۴ نيټه يې سپوتنيک ديوه ډير زوور راکټ په مټ هوا ته ايله کړ   اوپدي توګه يې  دنوي عصر په پيلامي سره  فضاته دځمکي د اوسيدونکو دپاره لاره خلاصه کړه   . دګروپ ټولو غړو دسپوتنيک ليږدونکي راکټ په ډارسره په هواکي ترهغه وخته څاره ترڅوچي دنظره ووت او ورک شو   . شل دقيقي دسپوتنيک هيڅ درک نه وومعلوم اوهرډول اړيکي ورسره قطع وي   . داخولابيخي څرګنده نه وه چې دابه دنوي عصر جوړونکۍ يوستلايت شي او که به يوه فلزي بيکاره ټوټه چې ډير ژز به بيرته پرځمکه راپريوځي   . دادي دنيکه مرغه شل دقيقي وروسته اخردسپوتنيک نه د ) بيپ ـ بيپ ـ بيپ  ( سيګنال راورسيدي او په منظم ډول يې دري هفتي يعني ترهغه وخته چې بطرې يې ختميدله ، دوام  وموند   .
                که څه هم دکروليوف علمي څيړونکي ګروپ په خپل دي کارسره چې ټول بشريت ته يې  دپرمختګ نوي امکانات وړاندي کړل او له مخي يې بايد خوښي اوښادي ترسره کړي واي  ، باريس چرتوک وايي تر هغه وخته لا پخپله روسي انجينران او علمي کارکوونکي ددي ستر انقلاب په اهميت پوره نه پوهيدل  . دي زياتوي چې موږ يواځې  هغه وخت کله چې دنړي څيني هيوادونه زموږ ددي برياليتوب له سببه دکين او حسد له مخي خفګان وښوده    ، پدي وپوهيدو چې دخوښې او وياړ ناري  بايد پورته او جشنونه ونيسو   .  دسپوتنيک دخوشي کولو څخه څلور پنځه ورځي وروسته نو داخبره ټول جهان ته څرګنده شوه چې دشوروي ترټولو ساده سپوږمکۍ دنړيوال علم اوتخنيک په پرمختيا کې دڅرخيدو ټکۍ وټاکه    .

اما سيرګي کروليوف  :
کرليوف که څه هم  دنوي عصرراوستونکي ستلايت پلار بلل شويدي  ، خو په ژوند کې يې دسائيبريا دتبعيدي زندانونو څخه نيولې دمسکو تر محبسونوپوري دوخت ډيري سړي او تودي ليدلې دي   . ترهغه چې ژوندې وو ، ده خپل معنوي لوړمقام ترلاسه نکړ   . يواځې په
۱۹۶۶ کال کې دده تر مړني وروسته  نړيوالو د شوروي رسنيو دلاري دده د وياړمنو برياليتوبونوپه هکله خبرترلاسه اودرناوي ته يې سرونه ټيټ کړل     .
دستلايت پرمختګ ته يوه کرونولوژيکي کتنه   :
۱   ــ  د  ۱۹۵۷ کال داکتوبر  ۴ نيټه   :  وهواته دشوروي څيړونکو په مټ دلمړنۍ سپوتنيک په ليږلو سره دفضا عصر پيل
 شو   . دي سپوتنيک يواځې دري هفتي په اسمان کې دځمکي دمدارنه  د ) بيپ  
۰۰۰۰۰۰۰ ( سيګنالونه ځمکي ته راوليږل او د ۱۹۵۸ کال دجنوري په  ۴ نيټه يې په اتموسفير کې اورواخيست او وسوزيدې    .
۲  ــ  د۱۹۵۷ کال دنوومبر  ۳  نيټه   : دشوروي ددوهم سپوتنيک سره يوځاي دلمړي ځل لپاره يو ژوندي جسم فضاته وليږل شو او دا د ) لايکا ( پنامه يو سپۍ وو  . داسپي يواځې څو ساعته وروسته دزيات حرارت له مخي هم هلته مړشو   .
 
۳  ــ  د۱۹۶۱ کال داپريل ۱۲ نيټه  :  دشوروي اتحاد جګړن يوري ګاګارين لمړنۍ انسان وو چې د ) وستوک ــ۱ ( پنامه سپوږمکۍ کې دځمکي داتموسفير نه فضا ته ووت   .  ده هلته د ۱۰۸ دقيقو په موده دځمکي پر مدار يو دور وواهه او د شوروي اتحاد دملي قهرمان لقب يې ترلاسه کړ   . دبده مرغه يوري ګاګارين په ۱۹۶۸ کال په يوه هوايي سانحه يا پيښه کې  ومړ     .
۴  ــ  د ۱۹۶۹ کال دجولاي  ۲۰  نيټه  Neil  Armstrong  :    او   Buzz  Aldrin هغه امريکايي فضانوردان وه چې تر ټولو لمړۍ  يې دسپوږمۍ پرمخ پښي کښيښودي   . خپل ددي وياړ په هکله  Armstrong په لنډه توګه وويل  :  داخو دانسان دپاره يو وړوکۍ ګام وو مګر دبشريت دپاره يوستر جهش    .
۵  ــ  د۱۹۸۱  کال داپريل ۱۲ نيټه   :  دکولمبيا پنامه دنړۍ لمړنۍ فضايي کښتۍ جوړ شوه   . امريکايان هيله لري چې دابه يو ډول بس وګرځي خو قيمت به يې خورا جګ وي   . په ۱۹۸۶ کال دچلنجر پنامه دامريکا فضايي کښتۍ وهواته دخوشي کولو سره سم وچاوديده او ټول اوه کسه فضانوردان يې مړه شول  .
۶  ــ  د ۲۰۰۱ کال داپريل ۲۸ نيټه   : دفضا لاره دفضانوردانو پرته عادي خلګو ته هم پرانيستل شوه  .  Dannis  Tito  لمړۍ سړۍ وو چې فضا ته يې ديوه توريست په توګه سفر وکړ اونژدي شل ميليونه ډالره يې د ISS پنامه دفضايي سټيشن  دليدلو دپاره دسفر لګښتونه ورکړل     .