![]() |
|
نوید روز ،تربیون ازاد روشنفکران، در زمینه های آشتی ملی ،تفاهم
|
|
گلوگاهِ فضا نیمګړې لار
مونږ ته مـــــــــو خپــل دکلې لار ياديږي
مونږ دژوندن پــــــــــه اوږ دې لار ورتلو
دامــــــــــــو دديــــــــن او دائــــيــــن لاره وه
مـونږ پدې لارکې خپل مقصدلورې تلو
ددغــــې لارې د مــنــــزلـــنـــــــــو وروسته
اوس هـــــم منزل ته رسیــــــــــدل ګران دي
ددغــــې لارې ســــرانــــجـــــــــــــام نشــته
پـــه پــــردوسر پــــه بــــل ګلــــــــــــشن لاړو
اوس يــــو مــحتاجــــــــــه دپــردو د وطن
دلـــته مو هـــــــــــــم ز مونږ ارمـــان ژړوي
مــــونږ زحــــمتونـــــــــــه کـــړاونــــه ګالو
چې په وطن مـــــــــــولوی ناتار جوړ دی
مونږخـپل وطن تـه دخـــــــــدمت په هيلـه
اوس په همــــــــدې ارمــــان سوچونه کوو
مونږ ويــــل وطنـــه چـــې اباد به دې کړو
چې مو پــــدې دنــيا جنــت جــــــــوړوای
کله بــــــــــــه خپـــل وطــــن ابــــاد ووينو؟
اوس ترې محــــــــروم يوهرهرڅه تباه دي
که خـــــــــــداې مو بـــيا په هغه لار بوځي
ربــــه موږ ستا نــــه تـــل امــــــــا ن غـواړو
ته مو عــــزت تــــه مـو همت وســــــــــاتې
څه بــــې ګناه ډيــــر افغـــــــــانان تباه شول
لـــه دغـــــــــــــــه بنده مـــوږ ازاد کړې ربــه
تــــر څــــو د کلـــــــــــو پــــه لار بيـا لاړ شو
په افغاني احســــــــاس وطــــن جــوړ کړو
درحمان با با مزار
چه د رحمان بابا مزار ورانوي
دا د فرهنګ او د ادب دښمنان
زموږ تاریخ ته دوی په سپکه ګوري
نن د صوفی عبدالرحمان په پلمه
دوی د انصاف او انسانیت نه لری
دا تنګ نظره دتعصب لیونیان
اغیار به دا ارمان تر ګوره ویسي
افغانی زموږ د پرګنو یووالی
جلا وطن
دا موږ څومره بد نصیب یو په پردو کی چه ا وسیږو نه د ځان نه د قریب یو غیر ملکو کی چه اوسیږو
وطن مور وطن عزت دی وطن مینه محبت دی اوس مو وران دی د زړه کلی شوګیرو کی چه اوسیږو
دغه څوک دی چه یی وران کړو نن احتیاج یی د جهان کړو دا دکوم ظالم له ظلمه تورو شپو کی چه اوسیږو
کاش د خپل وطن بزګر وای یا چوپان وای یا کار ګر وای اوس په بل ملک کی نوکر یو په چرتو کی چه اوسیږو
دلته بل رنګ ترانی دی دلته بل شان ته نغمی دی موږ د خپل مالت نه لری په میرو کی چه اوسیږو
نه ځما د کلی خوند شته نه هغه د یاری رنګ شته دلته مینه بازاری ده په دوکو کی چه اوسیږو
دلته زړونه دی مات شوی د مستی نه دی ولیدلی هر قدم کی مایوسی ده په سلګو کی چه اوسیږو
که لوی خدای مو مهربان شی د رحمت په موږ باران شی په وطن کی مو وروری شی خپل بانډو کی چه اوسیږو
ربه موږ هم بنده ګان یو د یو خوږ ژوند په ارمان یو لا تر څو به محتاج ګرزو امیدو کی چه اوسیږو
افغانی وطن سور اور شو تر اسمانه لوګی خپور شو اه فریاد دی د بیوزلو تورتمو کی چه اوسیږو ------------------------------- سمیع الدین افغانی ٧ - ٢ - ٢٠٠٩
څار وان
دا مو خپل که اجنبی دی
دوی کې لویه ځان ځاني ده
دي بې لارې ټول منزلونه
په بې لارو ، لارو سر دی
هر یو ځان ، ځانله غره دی
دی کاروان کې انسانان دي
هم تور سرې ، ماشومان دي
دوي کې مینه ده وروري ده
دوي په تمه د ژوندون دي
ای ددې کاروان څاروانه
ستا غفلت کې نابودي ده
لږ دمه شه ای مغروره
دلته زړونه په لمبو دي
په صحیح لار مو روان کړه
افغاني احساس اشنا کړه
دا افغانستان دی
ای وطنه ګران وطن ښکلی ګلستان وطن دا مو د خاپوړو کور دی جنت نشان وطن
ښه باغ او باغچی لری رنګ په رنګ میوی لری ښار د قندهار زموږ پیغلی پښتنی لری
ښګلی ننګرهار ته ځم ګل د نارنج ښار ته ځم بیا به د سپرلی موسم د ښکلو دیدار ته ځم
غرونو کی زمریان لری جنی اټن چیان لری خلکو د پکتیا سیمه ښه ښایسته ځوانان لری
لوړ نام او نشان زموږ دا د اسیا بام زموږ څومره لوړ شهرت لری لعل د بدخشان زموږ
دروند په زیارتونو دی ځای د طاعتونو دی دا د غزنویانو کور زړه د تاریخونو دی
لاړ به شو مزار ته بیا د روضی دیدار ته بیا سوال به د ایمان وکړو د الله دربار ته بیا
دا مو قومو کلی دا مو د دودو کلی لوړعالی کلتور لری دا مو د نیکو کلی
لوړ په تول جهان دی دا کور د افغان دی دا مو د پلرو کلی دا افغانستان دی ----------------------------- سمیع الدین افغانی کال ۲۰۰۲ مهاجرت
دمینی رنګ
یاره ستا په اننګو کی چه د چا د وینی رنګ دی زما د پاکی مینی حقیقت پکی څرګند دی
ما ویل سترګی دی خوږی دی دی ویل توری په رنجو دی ما ویل مینه دی سور اور دی دی ویل یار زما ملنګ دی
ما ویل زما سره اشنا شه دی ویل زموږ کلی ته راشه ما ویل مینه رسوا کیږی دی ویل دا دمینی خوند دی
ما ویل ښکلی دی ځوانی ده دی ویل مینه رسوایی ده ما ویل زه دی لیونی کړم دی ویل یار می غنم رنګ دی
ما ویل سپینه خوله دی راکړه دی ویل مینه کړی بی باکه ما ویل زړه ته می نژدی یی ویل زه شمع یار می پتنګ دی
ما ویل راشه مازیګر ته دی ویل دربه شم ګدر ته ما ویل لاره به دی څارم ویل منګی می شین په څنګ دی ---------------------------------- سمیع الدین افغانی ۲۵/ ۴ / ۲۰۰۷
دغه څوک دی
څوک دی څوک دی دغه څوک دی چې مې نه پرېږدي خپل کار ته چې مې نه پرېږدي روزګار ته دغه څوک دئ چې له لریو واټنونو واویلا ژړا فریاد زما د لوڼو یې په غوږ دی. دغه څوک دغه څوک را پېدا له کوم یو ټوک دئ چې زما لاس یې نیولی او ما نه پرېږدي چې (لور) مي دغه خپل د کهول شرم کړم د تورو خاور لاندې او ځان خپل دکلي کور او خپلې سيمې له سیالانو سره سیال کړم. دغه څوک دی؟ دغه څوک دی؟ چې دلمر له سپينو وړانګو یې دستار دی او جامې یې دی مینځلي د سپوږمئ د خم په رنګ کې سپینو ستورو نه یې ږیره درڼا امسا یې لاس کې څيروي د تیارو زړونه خلک ځان پسې را کاږي دکلو پر تږبو ژبو دپېړیو د پوړیو ددې تندو پر تندیو څڅوي او را روان دی د رڼا د اوبو څاڅکي. دغه څوک دی؟ دغه څوک دی ؟ چې کونجئ یې دي په لاس کې خلاصوي هغه دی ګورئ د تیارو زړونو قفلونه؟ خلاصوی هغه دی ګورئ دفردوس په لورې لاره پر بڼو د خپلو سترګو تر جنته پا کوي اغزنې لارې. هغه څوک دی څوک دی؟ چې د ژمي پر کنګلو دسپرلو د شنو اوبو سین یې جاري کړ دغه څوک دی؟ دغه څوک دی ؟ دپېړیو دسرو وینو مینانو ته چې لېږي دزیتونو د شنو وږو سوغاتونه . آه. تاسې یې مه را ښیئ زه یې پخپله وینم سپوږمې او لمر او ستوري ورسره سم روان دي. سپرلی يې لاره کې ګلونه کري آه، زما دزړه پر زنګ وهلی قفل يې د رڼایئ کونجئ یې واچوله آه، تا سو ما وینئ کنه؟ زما له زړه یې دتیارو ګردونه دلمر د وړانګو د رڼا پر اوبووڅنډلو زما له زړه یې د اسمان لمنه جوړه کړله او دسپوږمئ فصل یې هلته پخپلو لاسو وکرلو ستورو زما په زړه کې د پاک الله د جنتونو مستو حورو پورې دلمر د وړانګو رڼا ګانوسره درسېدلو سترګکونه وهي. زه څوک یم؟ زه هماغه یم چې وم؟ نه زه هغه نه یم چې وم زه اوس ددې د نیا د ژوند او دهغې دنیا دخیر او برکت او فلاحونو اود ټولو عالمونو د خدای استازیتوب کومه زه يم د خدای خلیفه. هغه رڼا،هغه سپوږمئ او هغه ستوري هغه ټول ، زما د خپل مټ محمد دی چې له تیارو نه یې را وایستلم اوس به مې بوزي دعرشونو له پوړیو نه مې وابه ړوي او ګام په ګام به مشرف کړي ما د خدای حضور ته.
فرداُ، دربیع الاول ۱۲ د فبروری ۲۶مه
افغانستان اپريل فول شو/ طنز عبدالنافع همت
واشنګټن : السلام عليکم کابل : وعليکم السلام، ياره لکه چي عمر دي ډېر دی، همدا اوس مي ياد کړې، هغه و چي تاسي ټليفون راوکړ. ښه څنګه ياست خيريت خو به وي؟ واشنګټن : ستاسي په حکومت کي به خيريت له کومه وي کابل : ولي خدای دي يې خير کړي، څه خبره ده چي دومره درد درغلی دی؟ واشنګټن : درد به ولي نه راځي، ته نه يې خبر چي نن په اروزګان کي ( سبي ) ورک شوی دی؟ کابل : سبي څوک دی؟ واشنګټن : سبي د استراليايي ځواکونو يو ماين پال سپی دی کابل : ځه بابا! ما چي ويل سړی ورک شوی دی، له سپي څخه دي هم دومره لويه کيسه جوړه کړه. واشنګټن : هيله کوم داسي مه وايه. که بله ورځ مي داسي خبره درڅخه واورېده، نو اسټراليا څه چي موږ هم له افغانستان څخه خپل عسکر باسو، موږ ته خپل يو سپی هم ډېر مهم دی. کابل : نه نه، هسي يوه ټوکه مي درسره وکړه، تاسي خو په ټوکو هم نه هېږئ واشنګټن : زما د خپلو ملګرو په اړه ټوکي هيڅ نه خوښېږي، پوه شوې؟ کابل : ملګري خو دي موږ هم يو واشنګټن : تاسي مي ملګري ياست خو د غربي ملګرو ځای نه شئ نيولای. واشنګټن : تاسي به مي په انډيوالانو کي ګڼئ يانه، خو پر ما ډېر ګران ياست، ګوره يوه اوونۍ مخکي ستاسي ځواکونو په شينډنډ کي زموږ ګڼ شمېر ملکي خلک ووژل خو موږ ستاسي څخه ګيله هم و نه کړه. تاسي زموږ سره د خپل ملګري هيواد د يوه سپي حساب و کتاب هم کوئ. واشنګټن : دا په تاسي پوري اړه لري چي خپل خلک درباندي ګران دي کنه خو پر موږ خپل خلک څه چي خپل سپي هم راباندي ګران دي، تاسي بايد پوه شئ چي دا يو غربي سپی دی او غربي سپی خاوند لري. ددې کار پړه ستا سي پر غاړه ده کابل : ولي زموږ پر غاړه ده؟ واشنګټن : ځکه چي تاسي په دې اتو کالو کي يوازي امنيت هم را نه وست، که تاسي سياسي کفايت او ظرفيت درلودای نو نن به زموږ يو باتجربه سپی نه ورکېده کابل : نو په دې کي زما څه ګناه ده؟ امنيت خو نړيوالو تراهګرو خراب کړی دی واشنګټن : نو تاسي خو هم يوازي نه ياست، نړيواله ټولنه اوږه پر اوږه درسره ولاړه ده. کابل : د يوې خبرې اجازه ده؟ واشنګټن : هو مهرباني وکړئ! کابل : نه که مو خوا بدېږي نه يې کوم واشنګټن : هيله کوم خبره مو وکړئ! کابل : که رښتيا ووايم نو نړيوالي ټولني هم په دې برخه کي خپلي ژمني چندان نه دي پوره کړي. واشنګټن : کومي ژمني يې نه دي پوره کړې؟ کابل : مثلاً په دومره وخت کي به په افغانستان کي تراهګر وځپو، ستاسي اردو او پوليس به در جوړ کړو، اقتصاد به مو پياوړی کړو، افغانستان به له سره داسي ورغوو لکه جرمنی، دا به وکړو او ها به وکړو، خو تر اوسه يې په دغو کارونو کي يو هم سم نه دی کړی. تاسي يې وينئ چي د افغانستان وضعيت ورځ په ورځ نور هم پسي خرابېږي. واشنګټن : پوهېږئ چي دغه وعدې په کوم تړون پوري اړه لري؟ کابل : ښکاره خبره ده چي د بن په تړون پوري اړه لري واشنګټن : که ستاسي ياد وي نو موږ د بن له تړون څخه يوه مياشت مخکي درته وويل چي موږ په هر ډګر کي ستاسي سره ولاړ يو کابل : هو زموږ يادي دي، نو بيا ولي اوس نه راسره درېږئ؟ واشنګټن : اې ساده ګانو! موږ دا منو چي ستاسي سره مو دغه وعده کړې ده خو پوهېږئ چي هغه کومه نېټه وه؟ کابل : ياره نه مي ده ياد واشنګټن : ستاسي يوه کمزوري دغه ده چي حافظه مو چندان کار نه کوي، موږ دغه خبره د اپريل د مياشتي پر لومړۍ نېټه درته کړې وه، تاسي خو په غرب کي اوسېدلاست او پوهېږئ چي د اپريل لومړۍ نېټه د درواغو نړيواله ورځ ده. کابل : نو تاسي خو تر هغه وروسته هم خپلي ژمني نه کړې پوره واشنګټن : زموږ ټولي ژمني په هماغه تړون پوري اړه لري چي د اپريل پر لوړۍ نېټه تر سره شوی و کابل : اوف ! ياني موږ اپريل فول شولو؟ واشنګټن : نو ستاسي څه خيال دی؟ دا چي په دغه ورځ په ټوله نړۍ کي خلک درواغ وايي دومره مهمه نه ده، مهمه دا ده چي سړی په دغه ورځ ټوله نړۍ وغولوي. لکه څنګه چي امريکايان په نورو ډګرونو کي تر ټولو مخکي دي، دا دی په درواغو کي يې هم لومړی مقام وګاټه، دې ته نو اپريل فول وايي. کابل : اوس تاسي خو د نورو سياليو په شان دا سيالي هم وګټله، موږ به ملت ته څه ځواب ورکوو؟ واشنګټن : وارخطا کېږئ مه، لکه نور چلونه چي مو درښوولي دي، دا چل هم درښيو کابل : ښه واياست څنګه چل؟ واشنګټن : تاسي خو د امريکايي نظام ټول ماډل کاپي کړی او کلتوري ارزښتونه مو يې هم خوښېږي. بس يوازي دومره کار غواړي چي د يوه رسمي فرمان له لاري د اپريل لومړۍ نېټه رسمي ورځ اعلان کړئ کابل : هغه متل دی چي وايي ورانه به يې کړې، جوړه به يې نه کړې. وېرېږم چي په بلا مي اخته نه کړئ واشنګټن : ګوره موږ او تاسي خو يو بل ښه سره پېژنو، موږ تاسي او تاسي خپل ملت ته درواغ واياست، داسي ښه غوښن درواغ. اوس ستاسي ملت پوهېدلی چي ستاسي حکومت په درواغو چلېږي، نو ددې لپاره چي ملت دي ملا وتړي درواغ پرېږده کابل : نو بې درواغو کله زموږ ګوزاره کېږي واشنګټن : موږ کله وويل چي درواغ يو مخ مه پرېږدئ، په کال کي يوه ورځ ورته بېله کړئ. ياني د اپريل لومړۍ نېټه د درواغو د ورځي په نوم رسمي کړئ. کابل : نو ددې کار ګټه به څه وي؟ واشنګټن : ګټه به يې دا وي چي که کومه مهمه ژمنه مو کوله نو په همدې ورځ به يې کوئ، مثلاً که د خپل کار کلنی راپور مو ورکاوه او يا مو خپله کومه نوې طرح اعلانول نو بايد د اپريل پر لومړۍ نېټه يې اعلان کړئ،بيا که مو خپلي ژمني پوره هم نه کړې نو ملت به ګيله نه درڅخه کوي. کابل : خو... واشنګټن : خو مه پکښي راباسئ، ستاسي لپاره درواغ ويل کومه نوې خبره نه ده، ستاسي په اړه اوس هم ويل کېږي چي که ټولي غوړي وعدې مو راټولي کړل شي نو دومره غوړي ځني ايستل کېدای شي چي يوه لويه کارخانه يې هم نه شي توليدولای . کابل : زه خو وايم چي په دې سره به مو ملت نور هم دښمن شي. واشنګټن : تاسي خو ډېر ساده ګان ياست. نن داسي يو وخت دی چي بايد سړی د هر کار لپاره جواز ولري. تاسي ګورئ که څوک غواړي چي په افغانستان کي خلک مړه او يا برمته کړي نو امنيتي کمپنۍ جوړوي، که غواړي چي غلا وکړي نو ( اينجوګاني) جوړوي. تاسي هم درواغ لپاره جواز پيدا کړئ او بيا يې نر غوندي واياست! کابل : ياره څه ووايم، خو خير دغسي به وکړم واشنګټن : زړه نازړه کېږئ مه. تاسي يو ځل تجربه وکړئ، زه باور لرم چي خامخا ښه نتيجه ورکوي. ښه نور مو وخت نه نيسم ، د خدای په امان کابل : په مخه مو ښه، له ټليفون کولو څخه مو ډېره ډېره مننه .
سبا سهار له ارګ څخه يو فرمان صادر شو. په فرمان کي د اپريل لومړۍ نېټه چي د وري د مياشتي له دوولسمي نېټې سره سمون خوري د درواغو ويلو لپاره د رسمي ورځي په صفت اعلان شوه. په فرمان کي دا هم راغلي وه چي په دې ورځ کي دولتي چارواکي، سياسي ګوندونه، مدني ټولني او اينجوګاني د درواغو ويلو اجازه لري خو د ملت لپاره درواغ ويل ګناه ده. څه موده وروسته د حساب ورکولو ورځ د اپريل لومړۍ نېټه وټاکل شوه، پر همدغه نېټه د لندن د کنفرانس اجنډا هم اعلان شوه چي له طالبانو سره خبري اتري يې مهمه موضوع وه.
دوبیتی هایی
از نورالله وثوق همایون « مجید »
خزان زرنگار
اسدالله زمری په هلمند کې د روان ناتار په اړوند
دوزخي تنده
د وطن له کلی –کوره ، جګه بیا د ویر ژړا ده کاڼو- بوټو اور اخیسی ، د ظلمونو انتها ده د شیطان دوزخي تنده، بیا په سرو وینو ماتیږي د انسان مرګ یې ښادي ده ، د سړي غوښه یې غذا ده ملا ، کمان د زاړه بُست شوه ،له غیرته ویلې کیږي دمارجې - نادعلي ځمکه ، هر انسان ته کربلا ده د وحشت شین سترګی دیو دی، یاغي شوی شنه وادې کې کاڼي چوي نن له هیبته، د مرګونو بیا غوغا ده د ساړه ژمي محشر کې ،ده دی بل محشر جوړ کړی د بیوزلو انسانانو ، په شا کډه دلته بیا ده د هلمند په سین کې وینې، د اوبو پر ځای خوټیږي د بغرا مرۍ غوڅیږي سره په وینو، ترې دنیا ده
بیاد سپینې پختې رنګ ته وینی غواړي له انسانه د رخام ښکلو رګو کې ، له ناتاره واویلا ده د ملالې سر سر تور دی، د ټپې زړه یی ټپي ده د میوند د ماتې غچ کې ، د افغان په کور بلوا ده د سالنګ مرګونه کم وه ،ستا د وینو اشتها ته چې هلمند ته دې تړلې، د ورانۍ او وحشت ملا ده؟ څومره نور بیګناه خلک ،په یوه – بل نامه وژنې؟! دا خو ستا مخلوقات نه دي،ددوی بل خالق ، مولا ده ستا سي خیرنه مو توبه ده ،نور د مرګ شر رانه بچ کړۍ ستا سې مرستې ځینې تیر یو ، چې مو رحم هم تعدا ده چې یې خپل بچي پردي شول ،له پردو نه څه ګیله ده؟ د و طن او ورور نیستۍ ته خپل افغان لکه ملا ده د افغان د وینو موج ته، هر چا سترګې دي ګنډلې اوریدو ته د فغان یې بیا کڼه ټوله دنیا ده «کمپنۍ »یې «یونیکال» کړه ،له کرزن نه یې جوړکرزی کړ هغه لوبه د انګریز و ه ، دا یوه د امریکا ده د لندن په اشاره بیا ، په افغان ناتار جوړیږی د وژلو کنفرانس دی پرې د لر او بر سلا ده چې څاروان د کاروان غل شو ،نو همدا د ژړا ځای دی نن د سولې لویه دښمنه ، د امنیت شو ر ا د ه که اخوان که القاعده ده ، د انګریز د لاس نیالګي دي چې په مونږ یې را تپي اوس ،دا د کوم لوري خطا ده؟ د ډیر ظلم نتیجه ده ، چې نن هرافغان طالب شو ګناهکار سلامت ګر ځي ، بیګناه وړ د سزا ده!! نور دقهر غواړو خدایه یا مو ورک کړه یا یې ورک کړه! دا دعا له عاجزۍ نه، که له درد ډکه ښیرا ده ۲۰۱۰/۲/۱۱
فاروق فردا پسرلی ما چېرې واړولو زه چېرې واوښتمه کلی خو داسې نه وه نورو کلونو کې یوازې د دې کلي د توتانو پاڼې زېړې به شوې خو سږکال ټول کلی ژېړ شوی رژېدلی ښکاري
خداې چې مې لار کې دمه نده کړې د اوږدې لارې د شپو ورځود اوږدو لنډو لمونځونو وخت مې هم په مزلونو تېر کړ ما وې چې یو ځای کلیوالو سره، راټولم به قضایي لمونځونه
نا وخته شوې نده، په دغه لوی کلي کې خلک ښکته پورته کېږي خو نه. دوی نو له چانه مرور دي چې کورونه یې تش کړي او بهروتلي؟ ولې کورونه نړېدلي او باغونه سپېره شوي دي ټول؟ دکلیوالو ویالې چا دي وچې کړي زما، چې د اوبو د جل وهلیو ټکو ټکو پسې دي غزولي جل وهلي ژبې. له کومه وخته درېدلې دي په ټپه دشنو وینو شېبې چې ددې کلي د فصلونو په رګونو سا نه خوځېږي؟
نه نه ! کلی بې خلک ندی زه یې د ړنګو کلاګانو د کورو لوګي وهلیو دروازو نه ګونګوسې آورمه. وینم جومات سره ګاونډ دهغه کور دبام مورۍ نه د لوګیو پاغوندې دونو څانګو نه خپل ځان ځاروي. شاید چې نن په هغه کور کې د ملا د ډودۍ وار وي که څه؟ که ملا وي ، و لې ونه نازول زما غوږونه د آذان ټیکیو؟
نورو کلو کې زما زېرۍ توتکۍ راوړله او کلیوالو ورته زما دزېري په بدل د دیوالو نواو برجونو په سورویو کې کورګی ورکول او یا دونو له شنو څانګو منجیلی وهلې. او توتکۍ ځانته دټولو کلیوالو په شان کوراو کهول جوړول.
اوه! توتکۍ راغله راغله توتکۍ راغله راغله هۍ هۍ توتکۍ هغه ده نژدې شوه راته اوس به کورونو باندې زېرۍ کوي وایي به زېری زېری خلکو له مانه دلته مخکې پسرلی راغلی. زما دنوم په آورېدلو به پرشونډو موسکا وغوړېږي کوڅې په وموسېږي څانګو غوټیو ته سینه خلاصه کړي بیا به دونو او دبوټو دخنداوو د کړسونو بارانونه وشي. ولې به وبهېږي اوداوبو جامونه وڅڅوي دکلیوالو د مړژوانده فصل پر جل وهلي ژبې.
پېغلې په شنو او سرو لمنو کې به ووځي له کورونودپولیو د شرنګاوو هنګامه جوړه کړي منګي پر سر منګي په غېږه د ګودر لاره کې دمازیګر د ژېړي لمر تاوده مچکو نه به مخ په پلو نه پټوي. او د ګودر پرغاړې دپسرلي د شنو شیبو دهرکليودمستیو تندې دخپلو لېچود بنګړو په ترانو ماتوي ځوانان دکلي، دساتنې په پلمه د کروندو، د پېغلو لارې څاري.
توتکۍ ستړې مشې ګوره چې سږکال زه له تانه دلته مخکې راغلم زرشه ورځه خلکو ته زېری ورکړه چې د کنګلو په هیندارو کې سپرلي ته هر کلی ووایي څانګوته زېری شه چې ژر به ګلغوټیو ته سینې پرانيزي.
- چاته به زېری ورکړم؟ - د څه شي زېری ورکړم؟ وګوره هلته د ګاونډ کلا دلوړ دېوال سورۍ کې مې کوډله وه،بچي زما سندرې پېلې چې پرې ناڅاپه یوڅه ولوېد دکلا برجونه ړنګه بنګه ونړېدل ما نور د خپلو بې بڼکو بچو نښې چېرې ونه ليدې. زړه ته مې وګوره پرهر دی او څڅېږي ورنه زما د ژوند دټپي شویو شېبو څاڅکي څاڅکي. غواړې چې ته ورباندی ودوړوې نورې مالګې؟
هغه ده وګوره ها چټه پېغله چې به کیسو ته د مستۍ یې د ځوانانو خولې اوبه کولې ځه ورنه وپوښته سپرلیه ا و ځواب یې واوره.
- پېغلې سلام! زه پسرلی یم تاته شین شال ما سوغات راوړی واخله کنه؟ - نه نه - له موږ نه هېر دي د سپرلو دشنو شېبو بویونه له موږه هېرې شولې هغه مستۍ چې مو کولې له خورلنډو سره دګودرونو او ویالو غاړو کې. موږ سپرلي هېر کړی او دځنګلونو دشنو څانګو د چڼچڼو«غچغچونه» مو په خدای سپارلي. لاړشه دکلي شاته وګوره څومره پلنه شوې هدیره د کلیوالو زموږ ورځه دا شین شال دې کړه څیرې څیرې او دځوانانو د قبرونو دشناختونو په خادو پورې یې وځړوه - ځه سپرلیه - چې دلته بورې مېندې دوچو شونډو پر پتریو خندا نه ماتوي تورو ټیکریو لاندې دکلي کونډې ستا سترګکو ته سلام نه کوي. زموږ د پېغلو دغه مست تیونه دخپلو ورونو جنازو پسې په ځمکو موښل شوي دي مستي نور ورته پاتې نده. ماشومانه یتیمې سترګې په دې کلي کې دادا، دادا غږونه کوي.
هو! هو! دغه کوچنی هلک زه پېژنمه چې لا پروسږ یې په پښو کې څپلې نه درلودې او سپرلني مېلو کې خپلو همزولو سره یو ځای یې هګۍ جنګول - دلته راشه پېژنې مې؟ زه پسرلی یم ستا همزولي څه شول؟ چېرې هګۍ جنګوۍ؟
- همزولي نشته څه په لر او څه په بر خواره واره شول څوک را پاتې ندی. هګۍ هم نشته چې یې وجنګوم. مور راته ویلې سږ به چرګه پر هګو کینوو هګۍ چورګوړي به شي بیا به شي چرګې او سپرلي ته به هګۍ اچوي خو څه پرې راغله ناڅاپي مور او هګۍ او چرګې ټول یې داسې والوزاوه چې موږ بیا ونه لیده مور مو څه شوه؟ خورکۍ مې هره شېبه ژاړي او ادې لټوي او په ژړا ژړا کې ادې ادې نارې وهي او ځي د خوب غېږه کې ځان پټوي. دخور سلګۍ مې تیندکونه وهي خپه ادې لټوي خو ادې لاړه ! چېرې لاړه ؟ بیا را ونه ګرزېده.
۱۳۷۶ شعر پایداری جهان
محمود درویش/ فلسطین
د وېرې وسله
ليكوال: ډاكتر مبارك علي ژباړن : اسدالله غضنفر
وېره د بنيادم په خټه كې اخښلې او د انسان د روان برخه ده.كه طبيعي مصيت پېښ شي انسان له مرګ او تباهۍ په وېره كې وي، كه سياسي يا اقتصادي بحران راشي، بنيادم ته د لوږې او ناامنۍ وېره ورپيدا كېږي او كه بنيادم ته مذهبي اضطراب ورپيدا شوى وي ، د مابعد الموت او د دوزخ د اور تصور يې په كرار نه پرېږدي.
وېره د انسان د ذهني او جسمي كمزورۍ سبب ګرځي او په ځان باور كموي. وېرېدلى انسان د واك د خاوندانو په وړاندې ، چې دى د خپلو سياسي ګټو لپاره د ايديولوژي په خاص قالب كې ساتل غواړي، مات او تسليم وي.
فاتحان او واكمنان د وېرې د وسلې له اهميته خبر وو. دوى له دې وسلې د يوې سياسي وسيلې په توګه د خلكو د اېلېدا او تسلمېدا په موخه استفاده كړې ده. دا د نيواكګرو عادت و چې په نيول شوې سيمه كې به يې وېره خپروله. نيواكګرو به د دې لپاره چې د نيول شوي وطن اوسېدونكي د دوى واكمني ومني او پاڅون ونۀ كړي، د يومخېزې وژنې امر وركاوۀ. روميانو او چنګېزي مغولو به د نيول شويو ښارونو ټول خلك په بې رحمۍ سره تر تېغ تېرول څو په دې ډول د نورو سيمو اوسېدونكو ووېرېږي او بې مقاومته تسليم شي. دوى په خپل مقصد كې كامياب وو ځكه نورو ښارونو چې به دغه د وينو سيلابونه وليدل ، د سر د خوندي كولو لپاره به يې وسله په ځمكه كېښوده او د ښار دروازه به يې تېريګرو ته پرانيستې پرېښوده.
موږ په ټول تاريخ كې وينو چې واكمنو د دولتي ادارو په مټ د خلكو د وېرولو لپاره پېچلي ميتودونه خپل كړي دي. مثلا د واكمن د دربار د جلال او جمال يو اصلي مقصد دا و چې خلك د هغه زور وويني او وارپار يې خطا شي. د هند په تاريخ كې بلبن ( ۱۲۶۶-۱۲۸۶) په دې مشهور دى چې د خپل مشروعيت د څرګندولو او له بغاوت څخه د خلكو د ايسارلو لپاره يې خپل دربار د لرغوني ايران د شاهانو په بڼه جوړ كړى و. ضيا الدين برني په تاريخ فيروزشاهي كې ليكي چې : د هغه رعب له خلكو زړونه اخيستي وو.
د بلبن مسلح عسكرو، د ملاقات د تالار سينګار او درباري مقرراتو ته چې به سفيرانو او مېلمنو وكتل، د هغه د قدرت او ثروت اندازه به يې ولګوله او حيرانۍ به واخيستل. كله كله خو داسې هم شوي چې نندارچي پركاله شوى او هوش يې له سره الوتى دى. بلبن د خلكو د وېرولو او تر تاثير لاندې راوستلو لپاره داسې هم كول چې خپل ګڼ كسان په لوى بهير كې روان كړي. د برني په قول، د پاچا د بهير تماشې ته به هندو او مسلمان له لرې لرې ځايونو راتلل او شان و شوكت ته يې په حيرت كې ډوبېدل.
د خلكو د وېرولو بله ذريعه جاسوسي وه. كابو ټولو واكمنو جاسوسان ساتل چې د خلكو د هرډول فعاليت په باره كې راپور وركړي. علا و الدين خلجي (۱۲۹۶-۱۳۱۶) ته چې دسيسې جوړې شوې نو د خپل حكومت د غټانو د حال معلومولو لپاره يې جاسوسان وګمارل. دغو جاسوسانو دومره وېره خپره كړه چې غټانو له يو بل سره خبرې بس كړې چې هسې نه په دوى كې يو جاسوس وي. دوى به كله ناكله يو بل په اشارو سره پوهول.
د وېرولو دريمه ذريعه جزا وه. باغيانو او جنايتكارانو ته به په ښكاره جزا وركول كېدله. خلكو ته ويل كېدل چې راشي او په دره وهل، په دار ځوړندول او سر غوڅول د سر په سترګو وګوري. كله نا كله به د باغي مړى ډېرې ورځې په دار ځوړند و او د ښخولو اجازه به يې نه وه چې نور خلك عبرت واخلي.
ميشل فوكو د ( دسپلين او جزا ) په نوم كتاب كې د پاچا د وژلو په تور كې د تورنو د جزا په اړه تفصيلي خبرې كړې دي. دى ليكي چې د پاچا د وژلو په تور نيول شوي كس غوښې به په انبور جلاكېدلې او په زخم شوي ځاى كې به ويلي شوي سرپ ورڅڅول كېدل . وروسته به د تورن بدن د كشولو په ذريعه څلور ځايه شو ، بيا به بدن او اندامونه اور ته ګوزار شول او ايرې به يې باد ته واچو ل شوې.
معاصر ديكتاتوران هم چې خلك په وېره كې ساتي پخوانۍ طريقې كاروي. هيټلر نازي ګوند ته دنده وسپارله چې له ټولو هغو ذريعو استفاده وكړي چې د خلكو اواز په ستوني كې وچوي.هيټلر يو وخت ويلي وو چې : ( خلك يو ښۀ ډار ته اړتيا لري. دوى غوا ړي چې يو داسې څۀ بايد وي چې ورنه په وېره كې وي.)
د هيټلر د خفيه پوليسو ادارې ، ګيشتاپو ، هغه كسان پوره ووېرول چې په نازي حكومت كې يې عيبونه ليدل. د ګشتاپو كار دا و چې معترضان ونيسي او چټ وپټ يې اعدام كړي. د خپرې شوې ويرې په وجه د هيټلر مخالفان يا له ملكه وتښتېدل يا بېخي چوپ پاتې شول.قضاييه قوه د هيټلر تر پوره كنټرول لاندې راغله . دغه رژيم خاصې محكمې جوړې كړې او نازي ګوند ته وفادار قاضيان او مامورين يې پكې پكار وګمارل. بې محاكمې شكنجې او اعدامونه عام وو.
د اوس وخت ديكتاتوران هم د هيټلر په لاره روان دي او د مخالفانو د غلي كولو لپاره له وحشيانه طريقو كار اخلي. د ايران د پاچا استخباراتي سازمان ، ساواك، د مخالفانو په نيولو كې مشهور و. اسراييلي دولت له ۱۹۴۸ كاله راهيسې د فلسطين والو د وېرولو لپاره د هغوى د ځورولو سياست په مخ بيايي. دغه دولت د پخوانو استعماري قوتونو په شان د فلسطين د خلكو د مقاومت د ختمولو په مقصد څو څو ځله يومخېزې وژنې كړې او ځايي خلك يې ډېر ځله له خپلو كورونو ايستلي دي چې سيمې يې اسراييلو ته پاتې شي.
سياسي وېره د وحشي او مطلق زور پيداوار ده. ځكه خو ديكتاتوران او مستبد پاچايان چې په ولس كې منلي نه دي، له دې ذريعې استفاده كوي.البته ، د دموكراسي په نظامونو كې د سياسي وېرې توره پڅه شوې او د خلكو خوښه په فشار او اجبار باندې لاسبرې شوې ده. د دموكراسي په نظام كې خلك هڅول كېږي چې خپلې نظريې له وېرې پرته د خپل وجدان په حكم څرګندې كړي. هره هغه ټولنه چې غواړي په خپلو پښو ودرېږي او په نړۍ كې خلاق رول ولوبوي، ازادي او دموكراسي ورته پكار ده.
نجیب منلی یار مې هندو زه مسلمانه د استاد شپانه هره خبره د کاڼي کرښه ده. د کاڼي کرښه وایم، هر لوستونکی په دې باور دی چې زما مقصد یو تلپاتې اثر دی. خو دا د کاڼي کرښه دومره ساده هم نه ده : که پر کاڼي کښل شوې کرښه وي باید دا هم و ګورو چې دا کرښه د پولادو په قلم ایستل شوې او که په اومه خاوره. که مقصد دا وي چې کرښه د کاڼي په برکت کښل شوې نو بیا باید دې ته هم پام وکړو چې دا کاڼی د ننګرهار په اوړي کې د یخ جوړولو له فابریکې په راوتلې د کنګل پر کوندې ښوی تېر شوی او که د مرمرو پر صیقل شوې تخته چا د زړه له خلاصه پر کاڼي زور اچولی او کرښه یې جوړه کړې ده؟ یو کاڼی، یوه کرښه خو ګڼ متضاد مفاهیم.
که د منطق ملایان وپوښتې نو درته به ووایي چې وینا د انسانانو ترمنځ د تفاهم وسیله ده یانې د خبرو په مرسته دوه انسانان کولای شي چې د یوه خارجي عیني واقعیت په هکله یو ډول توافق ته سره ورسي. زه د کاڼي کرښه وایم او تا ته یو پایېدونکی اثر تداعي کېږي ځکه چې تا ته د نیمګړې دنیاګۍ پوره پوره غمونه پراته دي او دا به دې په خیال کې هم نه وي ګرزېدلي چې ، یو ماوارو وزګار به راځي، په سره اوړي کې به ځان د جلال اباد ګرمۍ ته رسوي، کاڼی به را اخلي او د کنګل پر تخته به کرښې جوړوي. یا به ځي چېرته به لمده لوټه پیدا کوي او د ګټې پر مخ به رسامي کوي چې د لمر وړانګې یا د باد څپې د کاڼي کرښه ړنګه کړي. او دا ټول صرف د دې له پاره چې د پښتو له یوې معروفې اصطلاح څخه ستا منل شوی برداشت ناسم وښیي!
که د فزیکي واقعیتونو له تعبیره او په دې برخه کې له مصنوعي ستونزو ورتېر شو، د یوې ژبې د ویونکو په عادي ژوند کې هم د خبرو په مرسته ځان یو د بل له احساساتو خبرول داسې اسانه خبره هم نه ده. هغه څو په شمار ټولنې چې خپلو ژبو ته یې اصول ټاکلي او بیا د ژبې ټولو ویونکو یا په زور، یا په خوښه منلي، یو معیار یې جوړ کړی دی او د هغه پر بنسټ د سم او نا سم توپیر سره کوي، د نړۍ اکثره ژبې دغه ډول وسایل نه لري. هلته د سم او نا سم، د کره او ناکر ه پر سر جنجال پای ته د رسېدو نه دی. خو کاش چې د د وګړو ترمنځ د پوهاوي ستونزه یوازې د ژبې د لغاتو پورې تړلې وای، تر دې لا ګرانه فرهنګي ستونزه ده. په لومړي او سطحي نظر خو فرهنګ د دوو بېلابېلو ټولنو ترمنځ یو ناڅرګنده غوندې کرښه وکاږي خو په یوه ټولنه کې چې په یوه ژبه خبرې کوي، په یوه جغرافیایي چاپېریال کې ژوند کوي، سره ګډ تاریخ لري بیا هم دغه ټولنه په وړو وړو ټولنو وېشل کېږي. د سیمو بېلښت، د اقتصادي اړیکو توپیر، د تعلیم منځنۍ کچه او په سلګونو نور داسې عوامل شته چې په یوه ژبني چاپېریال کې د انسانانو ترمنځ سم، پوره او بې خطره پوهاوی د امکان له ساحې څخه وباسي.
نو که پر واقعیتونو سترګې پټې نه کړو باید دا ومنو چې دوه انسانان، که هر څومره نېژدې هم وي، سل په سلو کې تفاهم نه شي درلودلای. خو، پوره یو خدای دی، د بشر په دنیا کې د سل په سلو کې مفهوم تر ډېره حده نسبي مفهوم دی، همدا چې دوه کسه سره ګوري، په یوه ګډه فزیکي فضا کې سره ګډ امکانات کاروي او یو بل سره نه وهي د تفاهم کافی حد دی.
که چېرته د دغو دوو کسانو تر منځ ژبه بېله شي نو بیا ترې هغه د دري د کلاسیک ادب د «انګور – عنب – اوزوم» کیسه جوړېږي چې ټول یو شی غواړي خو فکر کوي چې هغه بل یې په لار کې خنډ دی. په دې شرایطو کې بیا داسې یو منځګړي ته اړتیا پیدا کېږي چې د معضلې له ټولو اړخونو سره ګډ ټکي و لري، د یوه پیغام بل ته ورسوي او د دغو دوو پیغام بیا دریم ته ولېږدوي. دغه کس ژباړونکی دی.
وړاندې مو د یوې ژبې د ویونکو ترمنځ د پوره تفاهم د ناشونتیا خبره وکړه. ژباړونکی که هرڅومره تکړه هم وي، د خبرو موضوع که هرڅومره ساده او عیني واقعیتونو ته نېژدې هم وي خو هغه دوه تنه چې دی یې ترمنځ لار جوړوي یو له بله سره دومره لېري دي چې ارومرو به د خبرو اترو د ماشین پرزو ته د شګې یوه دانه لار کوي او دا ماشین به له ستونزو سره مخ کوي.
اوس که د خبرو موضوع پېچلې شي، د خبرو د دواړو لوریو تر منځ جغرافیایي، تاریخي، فرهنګي، سیاسي بېلتونونه پراخه شي هماغومره د ژباړې کار ګرانېږي.
ايټالویانو ویلي دي چې(Tradutore, traditore) (ژباړونکی خاین دی). دا ځکه چې د ژباړې کار د یوې موضوع په اړه د یو انسان د برداشت په برخه کې د فرضیو جوړول (په مقصد پوهېدل) او د دې فرضیو له لارې د یو نوي برداشت (د ژباړن درک) دریم کس ته رسول دي چې هغه به په خپل وار د ژباړن فرضی دنیا ته د واقعیت په سترګه ګوري او خپل برداشت به ترې کوي. د دې له پاره چې د ناوړه پوهاوي مخه نیول شوې وي او د خبرو د دواړو اړخونو تر منځ اټکل شوې فاصله تر یو حده کمه شوې وي نو ژباړونکی په لوی لاس، خو له ښه نیته، هغه څه چې دی یې واقعیت ګڼي خو وېرېږي چې د دې واقعیت لېږد به د دوو تر منځ جنجال پیدا کړي، هغه سره اړوي، را اړوي او په بله بڼه یې بیانوي. د ژباړونکي خیانت اکثره د هغه د ښه سړیتوب او نېک نیت ښکارندویي کوي.
اوس که راشو د ادب ساحې ته نو د ژباړې کار نور هم پسې ستونزمن کېږي. که سړی په خپل ایمان ووېرېږي نو هېڅکله به د ادبي اثر ژباړې ته زړه ښه نه کړي. موږ پورته د عیني واقعیتونو د بیان ستونزه یاده کړه او څرګنده مو کړه چې په دغې، ظاهراً بې جنجاله، دنیا کې هم ژباړه لکه چې ښایي دقیقه نه وي. د ادب او هنر په برخه کې، چې ادیب او هنرمن د خپلې ژبې منل شوي دودونه ماتوي او د ښکلا د پنځولو له پاره د خپلې ژبې ویونکي له معنوي چلنج سره مخ کوي نو بیا دغه لوبه څنګه بلې ژبې، بل فرهنګ، بل مکان او بل زمان ته لېږدول کېدای شي؟ دا چاره عملاً نا ممکنه ده.
خو اوس به د انساني ژوند یو بل اړخ ته مخ ورواړوو : د یو انسان ژوند ډېر محدود دی، هغه نه شي کولای چې د زېږېدو له شېبې د مرګ تر لحظې هر څه په خپله و ازمېیي او بیا یې واخلي یا یې پرېږدي. انسان ټولنیز موجود دی، د خپلې ټولنې د نورو انسانانو، که هغه اوسني وي که پخواني، تجربې را اخلي او د مرګ تر پولې خپله لار وباسي. خو یوه ځانګړې ټولنه هم د بشري نوعې په تناسب محدوده ده او ټولنې هم باید یوه د بلې له تجربو څه زده کړي. ادبي او هنري تجربې د نورو تجربو په شان درواخله.
لکه د یوې ټولنې په منځ کې چې داسې شخصیتونو ته اړتیا شته چې کله کله ټولنیز منل شوي قوانین مات کړي، ځان بې لارې کړي، او د خپلې ټولنې نورو غړو ته، په شعوري ډول یا په غیر شعوري ډول، دا وښیي چې له پېژندل شوو لارو پرته نورې لارې هم شته همدغه راز د بېلابېلو ټولنو ترمنځ د نوو پلونو د تړلو له پاره داسې کسان ضرور دي چې ستونزې هېرې کړي او د ټولنو تر منځ د فکرونو او اندونو د لېږدولو هڅه وکړي. د ادب په ساحه کې ژباړن همدغه بې لارې شوی کس دی.
استاد شپون، د نورو ګڼو نقادانو په اقتدا، وایي چې فیتزجیرالډ خپل شعر د خیام په لاړو لوند کړی دی. په دې کې د شک ځای نه شته خو که د فیتزجېرالد همدغه د ښه نیت خیانت نه وای نو انګرېز لوستونکي به د منګي کړۍ د نګار په غاړه کې لاس سره ورته نه شوه لیدای. همدغه راز که نورو ژباړونکو د ادګار الن پو د شعر تقدس نه وای مات کړی نو د هغه کارغه به د کړکۍ شاته هماغسې کغېده او د دنیا نور وګړي به ترې بې خبره وو.
له یوې ژبې بلې ته د شعري او هنري تجربې لېږدول د خیانت تر ټولو لوړه پوړۍ ده. هغه څوک چې د یوې ژبې یو هنري اثر را اخلي او ادعا کوي چې په زور او زېر پرې پوه شوی دی د هغه په ریښتینولۍ کې شک دی. بیا هنرمن د خپلو فرهنګي شتمنیو په کارولو، د خپلې ژبې د لوستونکي له احساساتو سره لوبې کوي، که دا فرض هم کړو چې ژباړونکی د لومړي لوستونکي په صفت په دې هم پوهېدلی وي چې هنر من یې احساسات څرنګه تښنولي دي، هغه بیا په ځان کې دا متره نه شي لیدای چې د هماغو مفاهیمو په مرسته د یوې بلې ژبې د لوستونکي احساسات په هماغه ډول او په هماغه ساز سره وښوروي. ژبې بېلې دي، فرهنګونه بېل دي، وخت بېل دی، کسان بېل دي نو دغه نوې لوبه په هېڅ ډول د هغې زړې لوبې انعکاس نه شي کېدای.
اوس نو دوه لارې دي. یا به دا وایو چې ادبي او هنري تجربې د هر ولس او په لویه کې د هر انساني ټولګي داسې نه لېږدېدونکې خاصه ده چې نور انسانان ترې بې برخې دي او یا به دا ګڼو چې که پوره نه وي کم له کمه تر یوه حده انساني تجربې د لېږد وړ دي.د شعر په برخه کې، که ډېر زیات نه وي، له دوو زرو کالو را په دې خوا د ادب د پوهانو تر منځ دا بحث راروان دی چې کلمې وژباړل شي، که مفاهیم؟ ډېرو کمو د شعر د موسیقۍ د انتقال خبره کړې ده. شاعر هڅه کوي چې د خپلې ژبې د کلماتو په سره اوبدلو یو خاص مفهوم داسې بیان کړي چې لوستونکي او اورېدونکي ته یو ځانګړی عاطفي حالت پیدا کړي. ژباړونکی طبعاً نه شي کولای چې هم مفهوم او هم ژبنۍ ښکلا بلې ژبې ته ولېږدوي. ژبنۍ ښکلا د هرې ژبې خپله خاصه ده لېږدول یې ناشوني دي. مګر لومړي شاعر د خپل لوستونکي-اورېدونکي د عواطفو د راپارولو له پاره یوازې مفاهیم نه دي کارولي، ژبني وسایل یې هم استعمال کړي دي. د ژباړې ځینې پوهان په دې اند دي چې که مفاهیم په بریالۍ توګه ولېږدول شي نو دا پوره کمال دی. ځینې نور یې بیا وایي چې که د شعر موسیقي ولېږدول شي نو کافي ده. یوه بله ډله وایي چې دواړه دې د امکان تر حده موجود وي که څه هم په دې پروسه کې هم یو شمېر مفاهیم په نیمه لار کې پاتې کېږي او هم موسیقي.
زه د ښاغلي استاد دا ارشاد چې « له یوې ژبې نه بلې ته د ادبي اثر ژباړل درمسال ته خټې دي. وخت خاورې، شواخون ګاللی ، نتیجه بېخونده لکه ټانټه» بالکل منم خو کله کله دا هیله هم په زړه کې روزم چې خدای رحمان او رحیم دی، د بنده ګانو غوندې تنګ نظر نه لري، او کېدای شي چې زما اخلاص ته وګوري او په دې هم لږ ثواب را په برخه کړي چې د هغو بندګانو د عبادت ځای ته کار کوم چې د هدایت رڼا یې نه ده په برخه شوې. خو دا سودا راسره تل مله ده چې که خدای مې و هم بخښي د پیغمبر امت به څه وایي؟ ځکه خو زما حالت د هغو نشه یانو دی چې هره ورځ توبه وباسي چې بیا به نشه نه کوم خو سبا یې بیا ځان شرمولی وي. زه هم چې کله یوه ژباړه پای ته ورسوم د خولې خوند مې بد وي او له ځانه مې کرکه کېږي خو بیا چې یو ښه شعر وګورم وایم کاش چې نور دوستان مې هم ترې خوند واخلي او درمسال ته خټې شرو کړم. که زما منﺉ له ژباړې سره کار مه لرﺉ او که بیا مو زړه نه صبرېده نو په ټانټو هم د ګني نوم کښېږدﺉ او د خوشال بابا سره په یوه غږ ووایاست : مست یم، می پرست یم باده خورمه خورمه خورم = واوره محتسبه رندي کړمه کړمه کړم .
غوڅه زرکه
زه وم چې زړه مې د غرور بيرغ ته نذرکړلو
زړګيه ! ژويه د احساس پر شونډو سرې
سکروټې
زما رباب د ستا خاورين منګی د ګوتو لاندې
جلانه ! ځکه لکه غوڅه زرکه تول نه کوم
محمود نظری ولاکه یې پریږدم!
-
شا باش! کور ته تلای شې.
جالب وخواندنی &-موج خودکشی نوجوانان در بمبئی &-تو نابغه ای پسر &-تحقیقتن تازه در باره تلفون موبایل (تلفون همراه) &-استرالیا از این پس مردگان خود را عمودی خاک میکند،موج خودکشی نوجوانان در بمبئی موج خودکشی نوجوانان در «بمبئی» هند به معضلی جدی برای دولتمردان این کشور تبدیل شده است. نویسنده ای می گوید در هر
خودکشی بیش از یک
نفر قربانی می شود.ظاهرا این گفته کاملا درباره
خودکشی «نیها ساوانت» صدق
می کند.
تو نابغه ای پسر سی ام مارچ 1796 میلادی دانشجوی 18 ساله ای پس از شام در خوابگاه پوهنتون «گوتینگن» آلمان سرگرم حل سه مسئله ریاضی شد که استادش به او وظیفه داده بود. او
استعداد بالایی در حل مسئله های ریاضی داشت
و استاد ، آینده بزرگی را برای
این دانشجو پیش بینی می کرد.استاد غیر از
تکلیف های عادی ، به عمد مسئله
های سخت تری را برای او طرح می کرد. تحقیقتن تازه در باره تلفون موبایل (تلفون همراه)
انجمن سرطان دانمارک میگوید از زمان اوج گرفتن عرضه گوشیهای تلفنهمراه به بازار، افزایش قابل توجهی در ابتلای بزرگسالان به تومورهای مغری گزارش نشدهاستب
ه گزارش بیبیسی، محققان این انجمن با بررسی
میزان ابتلای به تومورهای مغزی بین افراد 20 تا 79 سال در کشورهای
دانمارک،
فنلاند،
نروژ
و
سوئد
به این نتیجه رسیدهاند. در طی این سالها افزایش ابتلا به نوعی از سرطان به نام "گلیوم" در بین مردان سالانه 0.5 درصد و در زنان سالانه 0.2 درصد افزایش داشتهاست. این میزان برای ابتلا به "مننژیوم" 0.8 در مردان و 3.8 در زنان است. ایزابل دلتور از انجمن سرطان دانمارک میگوید که عدم وجود افزایش محسوس در رشد تومورها تا سال 2003 نشان میدهد که یا زمان رشد تومورهای مربوط به استفاده از تلفن همراه بیشتر از 10 سال است و یا تعداد تومورهای ایجاد شده آنقدر کم است که قابل شناسایی نیست. نتایج این مطالعه که در ژورنال آکادمی ملی سرطان نیز به چاپ رسیدهاست میگویند که میدان الکترومغناطیسی گسیل شده از آنتنهای موبایل به عنوان یکی از عوامل افزایش ابتلای به تومورهای مغزی شناخته میشده ولی تاکنون مکانیزم بیولوژیکی که ارتباطی با آثار این بیماری داشته باشد شناخته نشدهاست. با این حال پزشکان معتقدند که برای اطمینان حاصل کردن از این امر، مطالعات و آزمایشات بیشتر مورد نیاز است.
استرالیا از این پس مردگان خود را عمودی خاک میکند،یک مرکز به خاکسپاری مردگان در استرالیا تصمیم گرفته است برای صرفهجویی در فضا مردهها را به صورت عمودی به خاک بسپارد. این روش که قرار است در شهر ملبورن استرالیا به انجام برسد به عنوان یک راه ساده و اقتصادی برای صرفهجویی در فضا و هزینهها پیشنهاد شده است. بر همین اساس از این پس قرار است مردهها را ابتدا در یک کیسه تجریه پذیر قرار داده و سپس آنها را به طور عمودی در قبر استوانه شکلی که به صورت عمودی در خاک حفر شده و دارای 76 سانتیمتر قطر و 2.90 متر طول دارند قرار دهند. مقامات این شرکت به خاک سپاری مردگان ادعا کرده اند که این روش برای اولین بار در سطح جهان انجام میشود و نسبت به روشهای متداول به خاک سپاری دیاکسید کربن کمتری تولید میکند. تونی داپلیکس مدیر اجرایی این شرکت در این باره گفت : در روشهای سنتی خاک کردن مردهها باید تابوتی را که معمولا از جنس چوب است تهیه کرد که در مقیاس زیاد این روش میتواند منجر به قطع تعداد زیادی از درختان شود. این شرکت امیدوار است بتواند با این روش بین 30 تا 40 هزار مرده را در یک زمین که به فاصله دو ساعت از ملبورن فاصله دارد دفن کرده و بعد از پر شدن ، آن را به چراگاه تبدیل شکند. در این روش همچنین قرار ایت به جای قرار دادن سنگ قبر بر روی هر قبر ، فقط نام متوفیان را روی یک دیوار یادبود حک کند. اگرچه محل دقیق خاک شدن مردهها را به بستگاه فرد به خاک سپرده اطلاع میدهند تا آنها بتوانند بر سر مزار فرد متوفی بروند. با این روش هزینه به خاک سپاری یک مرده از 7 هزار دلار به کمتر از 2750 دلار کاهش پیدا میکند
|